انصار: (د زمري۵)، د کرملين ماڼۍ وياند ترکيې ته د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د راتلونکي سفر په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې نوموړی به د ترکيې له ولسمشر سره د اوکراين پر وضعيت او د سوريې پر مسئلې خبرې وکړي.
د کرملین ماڼۍ په یوه بیان کې ویلی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په نږدې راتلونکې کې ترکیې ته سفر وکړی.
د دغه اعلان له مخې، ترکیې ته د پوتین د سفر لپاره چمتووالی روان دی . په دغه اعلان کې د دغه سفر د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32679
قرأ