انصار: ( د زمري ۴مه)، د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د چين د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ددغه وزارت له مرستيال سره په کتنه کې د افغانستان د تاريخي اثارو د ساتنې، بيارغونې او پياوړتيا په برخه کې د خپل هېواد د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د چین اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال لی کین سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د اقتصادي او فرهنګي اړیکو ترڅنګ د هېواد د تاریخي بندونو، ملي موزیم او د عینک د مسو کان د تاریخي ابداتو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې.
د چين د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال د افغانستان د تاريخي ابداتو د ساتنې، بيارغونې او پياوړتيا په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد زياتره تاريخي آبدات د تېرو څو لسيزو جګړو او د طبيعي پېښو د رامنځته کېدو له امله سخت زيانمن شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32663