انصار: ( د زمري ۴مه)، د طالبانو حکومت رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه کابل غواړي له نړۍ سره اړیکې ولري.
ارګ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له مېرمن روزا اوتنبایوا سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دوحې د دریمې ناستې په لاسته راوړنو او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو حکومت د اړیکو په اړه خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په دې کتنه کې څرګنده کړه، چې طالب حکومت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه دوی له نړۍ سره د اړیکو ټینګول غواړي.
په ورته وخت کې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال له نړۍ سره پر مثبتو تعاملاتو ټینګار کوي چې نړیوالې ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوي او د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو غور کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32662