انصار: ( د چنګاښ ۳۱مه)، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې یې له پاکستانه راستانه شوي ۹۸ زره افغان کډوالو سره نغدي مرستې کړې دي.
دې سازمان یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې په کابل، کندهار او جلال اباد ولایتونو کې له راستنېدونکو کورنیو سره ۷۰۰ ډالره او د مجردانو لپاره ۳۵۰ ډالره وویشل شول.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د راستنېدو او اخراج لړۍ په پرله پسې ډول مخ په زیاتېدو ده او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې نږدې ۶۵۱ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
په همدې حال کې له نړیوالو غبرګونونو وروسته له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو او ویستلو لړۍ دوام لري.
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تیرو دریو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴۲۳۳ افغان کډوال ایستل شوي دي.
له بلې خوا د کډوالو د نړیوال سازمان احصایې ښيي چې د روان کال له اپریل څخه تر جون میاشتې پورې ۸۵۸۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32600