انصار: (د چنګاښ۲۹مه)، د بلخ ولایت د خوړو او درملو اداره خبر ورکوي چې ۱۰۰ ټنه بېکیفیته او تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل يې سوځولي دي.
د یادې ادارې مسوول چارواکي وایي، چې دغه غیر مجاز درمل او خوراکي توکي یې تر لومړنۍ څېړڼې وروسته، د بلخ عامې روغتیا ریاست او په دغه ولایت کې د شمال زون د درمل پلورونکو د ټولنې په مرسته، په تېرو درېیو میاشتو کې د مزار شریف ښار له روغتیایي مرکزونو او د ولسوالیو له درملتونونو څخه راټول او له منځه وړي دي.
د بلخ ولایت د خوړو او درملو ادارې رییس ډاکټر نجیب الله توانا وایي، چې په سوځول شویو توکو کې ۷۰ ټنه خوراکي توکي او ۳۰ ټنه درمل شامل دي.
په ورته وخت کې د بلخ چاپېریال ساتنې ریاست رییس مولوي شمس الدین خالد په درملتونو کې د تاریخ تېره درملو د مخنیوي غوښتنه کوي او وایي، چې د بېکیفیته او تقلبي درملو له استعمال څخه خلکو ته بېلابېل ډوله جانبي عوارض او رواني ناروغۍ پیدا کېږي.
بلخوا په بلخ ولایت کې د شمال زون د درمل پلورونکو د ټولنې مسوول محمدالله وایي، چې د بېکیفیته درملو د راټولولو او د له منځه وړلو په برخه کې د خوړو او درملو ادارې سره پوره همغږي لري او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې له روغتیایي قوانینو او اصولو څخه سړغړونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو ادارې له خوا څه باندې ۲۰۰ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل سوځول شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت د خوړو او درملو ملي اداره په پام کې لري، چې په راتلونکي نږدې وختونو کې د وارداتي خوړو او درملو د کیفیت د کنټرول په موخه، څو مجهز او عصري لابراتوارونه جوړ کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32568