انصار: (د چنګاښ۲۹مه)، امریکا وایي چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډیکر په خپله ایکس پاڼه له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې له زیانمنو سره به د خوراکي موادو، اوبو او نورو اړینو توکو مرستې وشي.
په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه ۵۲ کسان مړه او ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي او زیاتوي چې په ختیځو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره نغدي او د خوراکي موادو مرستې کوي.
تر دې مخکې اروپایي اتحادیې هم ویلي وو چې د سېلاب ځپلو سیمو وضعیت له نژدې څاري او د زیانمن شویو لاسنیوی به وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32567