انصار: ( د چنګاښ۲۶مه)، د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نصرالله ملکزاده وایي، د سېلابونو له امله د دغه ولایت لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نصرالله ملکزاده وایي، د سېلابونو له امله د دغه ولایت لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
ملکزاده وایي، دغه لاره تېره شپه د دغه ولايت په «دالان سنګ» سيمه کې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې د لارې د خلاصولو هڅې روانې دي.
تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ور کړل شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32524