انصار: (د چنګاښ 20مه)، پاکستان د ملګروملتونو د کډوالو له لوی کمیشنر سره تر خبرو وروسته له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله.
پاکستان دا پرېکړه ظاهراً د بشري خواخوږۍ له کبله کړې خو باور کېږي چې دغه هیواد ته د ملګروملتو د کډوالو د لوی کمیشنر د سفر په ترڅ کې د کډوالو د مېلمه پالنې په خاطر د مالي مرستو د ژمنو په خاطر یې دا پرېکړه کړې وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوی کمیشنر فیلیپو ګرانډي د سې شنبې په ورځ خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه او په پاکستان کې یې د افغانانو لپاره د "اوږدمهاله حللارو د هڅو د پیاوړتیا" غوښتنه وکړه.
پاکستان ته د فیلیپو ګراندي له سفره له وروسته د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه بیان کې ویلي، «ګرانډي د پاکستان په دې ستاینه وکړه چې د غیرقانوني بهرنیانو د جبري ستنولو پلان یې وځنډاوه او ډاډ یې ورکړ چې هغوی به په پاکستان کې پرېږدي.»
یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي چې په اسلام اباد کې له مشرانو سره د ګراندي د لیدنو- کتنو او خبرواترو په اړه خبر و، د امریکا ږغ انگلیسي برخې ته تایید کړه چې پاکستان د افغانانو د اخراج لړۍ درولې ده. خو چارواکي د ځنډولو موده په ډاګه نه کړه.
هغه د نوم نه ښودلو په شرط خبرې وکړې ځکه چې اجازه یې نه لرله چې له رسنیو سره په دې اړه خبرې وکړي.
دغه چارواکي وويل: «ګرانډي ته زموږ پيغام دا و چې نړيواله ټولنه بايد د افغان کډوالو د ساتنې او ستنولو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي. دا يو ګډ مسووليت دی او بايد ټول پېټی د پاکستان پر اوږو وانه چول شي.»
پاکستاني او د ملګرو ملتونو چارواکو وویل، د افغانانو د ایستلو د ځنډولو پریکړه په "بشري بنیادونو" شوې ځکه چې افغانستان له خراب اقتصادي او بشري وضعیت سره مخامخ دی.
ګراندي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل او د هغه خبرې تر ډېره د شاوخوا درې میلیونه افغانانو پر برخلیک متمرکزې وې.
د پاکستاني او ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو څخه شاوخوا 1.3 ملیونه رسمي کډوال اعلان شوي، نژدې 900,000 د افغانستان تابعیت کارتونه لري، او پاتې نور بې اسناده دي، یا د 2021 په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو او پاکستان ته له تیښتې وروسته دریم هیوادونو ته د پناه غوښتنې په انتظار کې د دوی ویزې پای ته رسیدلي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32430