انصار: (د چنګاښ ۱۳مه(، د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د یاد ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد ریاست د مسوولینو په وینا چې په دې بند ۶٫۵ میلیونه افغانۍ مصرف شوې او د ۳۸ متره په اوږدوالي او ۴ متره په پلنوالي د پرچمن ولسوالۍ په آقتینه سیمه کې جوړ شوی دی.
د مسوولینو په وینا چې دا بند د ۲۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې په جوړېدو سره به یې د سیلابي اوبو مخنیوی وشي او همداراز به د کروندګرو لپاره ګټور تمام شي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو ورته کوچني بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې د هېواد په وچکالي ځپلو سیمو کې د ورته بندونو جوړېدل تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو لپاره هم ګټور بلل کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32326