انصار: (دچنګاښ ۱۳مه)، په دوحه کې د افغان مدني ټولنې له استازو سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو مرستیالې روزمري ډی کارلو وویل، چې د ټولو خواوو ترمنځ د باور رامنځته کولو ته اړتیا ده.
هغه وویل چې افغان مدني ټولنه یووالی نه لری.
روزمیري ډی کارلو، چې د افغان میرمنو سره یې د یوې اړخیزې غونډې مشري هم کوله، په بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ، ومنله چې اصلا چارواکي (طالبان) له ښځو او افغان مدني ټولنې سره خبرو ته چمتو نه دي.
نوموړي د افغانستان له مدني ټولنو او ښځو سره دغه درې ساعته لنډه ناسته رغنده او ګټوره وبلله او زياته يې کړه، چې په دې غونډه کې د ښځو، لږکيو، رسنيو، مدني ټولنې او نورو مسايلو په اړه بحث وشو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32324
قرأ