انصار: (د چنګاښ ۱۱ مه)، د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند او مشر ذبیح الله مجاهد د دوحې تر غونډې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې او ازبکستان جمهوریت له ځانګړي استازي سره وکتل.
د طالبانو حکومت ویاند په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې له ضمیر کابلوف سره مهمه ناسته درلوده، چې د افغانستان او روسیې د اړیکو پر پراختیا مو خبرې وکړې.
نوموړي په یوه جلا ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان لپاره یې د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره هم وکتل.
هغه لیکلي چې ازبکستان او طالبان په ګډه یو شمېر اقتصادي پروژې لري او ازبکستان د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حکومت له دریځه خپل ملاتړ اعلان کړ.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32294
قرأ