انصار: ( دچنګاښ۹مه)، د دايکنډي په ولايت کې د کانکور ازموينه د نجونو له شتون پرته واخيستل شوه.
د دايکنډي د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستيال نصير مخلص وويل، چې د کانکور ازموينه د سرطان په اوومه په نيلي ښار کې د نوماندانو په کمښت سره پيل شوه.
مخلص زياته کړه، چې په دې ازموينه کې ٩٧٣ تنو نارينه وو ګډون کړى و.
د هغه په وينا، په دې ازموينه کې ١٢٠٦ تنو ګډون کړى و؛ خو د امتحان په ورځ ۹۷۳ کسان حاضر وو.
ده وويل چې د ازموينې د اخيستلو بهير به د جمعې په ورځ هم دوام وکړ.
په دغه آزموینه کی نجونو ته اجازه نه وه ورکول شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32263