انصار: ( د چنګاښ ۷مه)، د بامیانو مسوولین وایي، د یاد ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ اړوند سیمو کې د سیلابونو له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي.
د بامیانو د والي ویاند، عبدالصبور سیغاني رسنیو ته ویلي چې دا سیلابونه سېشنبې د یکاولنګ ولسوالۍ اړوند په هزارن چشمه، دزدان چشمه او پودینه تو سیمو کې راوتلي دي.
د مسوولینو په وینا چې دا ۱۷ کسان د دوو کورنیو غړي وو او په دوی کې تر دې دمه یوازې ۷ جسدونه موندل شوي، پاتې ۱۰ کسان لادرکه دي.
د بامیانو مسوولینو دا هم ویلي چې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې پیل شوې دي.
په بامیانو کې تر دې وړاندې هم سیلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي وو.
د ویلو ده چې د سږ کال په تېرو دریو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سختو ورښتونو او مرګونو سیلابونو د سلګونه کسانو ژوند اخیستی او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي دي.
بلخوا د هېواد په سیلابځپلو سیمو کې لا هم خلک له ځپلشویو سره د بشري مرستو غوښتنه کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32237