زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-12  |  2024-09-16  |  تازه شوی په: 2024/09/16 - 03:53:0 FA | AR | PS | EN
ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي             پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی             د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه             د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي             د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي             د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده             طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې             په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي             نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ            

تاريخ النشر: 2024/06/26 - 04:10:0
زيارة: 217
مشاركة مع الـأصدقاء

سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
 سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي

انصار: (دچنګاښ۶مه)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پنجشنبه سهار وختي د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره مخ کېږي.

افغانستان او جنوبي افریقا تر دې مخکې دوه وار په شل اووریزو لوبو کې سره مخ شوي چې دواړه یې افریقا ګټلي دي.

یو وار د ۲۰۱۰م کال په نړیوال جام او بل وار د ۲۰۱۶م کال په نړیوال جام کې.

خو اوس وخت او کیسه بدله ده.

د افغانستان ټیم د اسټرالیا په څېر د نړۍ داسې ټیمونه مات کړي چې ځان یې د نړیوال جام حقدار باله.

د افغانستان ټيم په ګروپي دور کې د درېیو ټیمونو پاپوا نیوګیني، یوګاندا او نیوزیلینډ او په اتو غوره پړاو کې د اسټرالیا او بنګله‌دېش ټیمونه مات کړل څو نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

د افغان لوبډلې کپټان راشدخان د بنګله‌دېش تر ماتولو وروسته په یوه کنفرانس کې وویل، دا د افغانستان حق وو چې نیمه پایلوبو کې شامل شي.

خان ویلي: "په دې ټورنمنټ کې تر دې دمه چې څنګه لوبې موږ کړي زه فکر کوم موږ یې مستحق یو چې په سیمي فاینل کې ووسو. داسې چې هر یو خپل مسوولیت اخیست او د ټیم لپاره یې تر ټولو ښه لوبه کوله. زه نه پوهېږم چې خوشالۍ مې څنګه اظهار کړم، خو دا زموږ لپاره د یوه ټيم او یوه ملت په توګه واقعاً لویه لاسته راوړنه ده. زه نیمه پایلوبې ته سترګې په لار یم."

راشدخان بیا ومنله چې د بنګله‌دېش په وړاندې لوبه کې څه اندازه منډې کمې وشوې، خو ډاډ یې ورکړ چې لوبغاړي د لوبې شرایطو ته په کتو خپله پوره خواري کوي چې د ټیم په ګټه کار وکړي.

د افغانستان لوبه پنجشنبه د جون اوه ویشتمه د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو پیلېږي.

افغانستان به له جنوبي افریقا سره د ترینداد په تروبا لوبغالي کې مخ شي هغه سټډيوم چې په ګروپي دور کې افغان لوبډلې پاپوا نیو ګیني ټیم ته په‌کې ماته ورکړې وه.

د جنوبي افریقا ټيم که څه هم د نړۍ له خورا تکړه ټیمونو حسابېږي او د شل اووریز فارمټ ځینې لوبغاړي یې لکه ډېوېډ میلر، کوینټن ډیکاک، ایډن مارکرم، کیګوسو ربادا نړیوال شهرت لري، خو بیا هم د افغانستان د ټيم په وړاندې له لویې ازموینې سره مخ دی.

د جنوبي افریقا ټيم په سږني نړیوال جام کې ځینې داسې لوبې وګټلې چې تفاوت یې ډېر کم و.

یادې لوبډلې نیپال ته د ۱۱۵ منډو ټيټ هدف ورکړی او یواځې په یوه منډه یې لوبه وګټله.

د امریکا او انګلستان په وړاندې هم د افریقا د ټيم لوبې حساسې وې.

خو د جنوبي افریقا د ټیم کپټان ایډين مارکرم ویلي، ټيم یې نیمه پایلوبې ته چمتو دی او هر لوبغاړی به تر خپلې وسې د ښې او تېرو لوبو څخه متفاوته لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف بیا وایي، په ټیم یې باوري دی چې کولای شي فاینل ته لار پیدا کړي.

د اشرف خبرې کرکټ بورډ فېسبوک باندې خپرې کړي دي.

اشرف وویل: "لوبغاړو ډېر زحمت وایست، افغانستان ته یې ویاړ راووړ. په خپلو مټو یې قوي لوبډلې ووهلې او بلاخره تر سیمي فاینل ته ورسېدل. لکه څنګه چې دوی لوبه وکړه او څنګه چې د دوی عظم او اراده ده په هغه جذبې سره چې لوبه وکړي انشاالله فاینل ته هم وتلی شو."

افغانستان د کرکټ ملي ټيم لومړی وار په ۲۰۱۰م کال کې د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې شامل شو او اوس په ۱۴ کلونو کې د شل اووریز فارمټ له غښتلیو ټیمونو شمېرل کېږي.

سیمي فاینل ته په وتلو د نړۍ له ګوټ ګوټه افغانانو او د کرکټ مینه‌والو د افغانستان ټیم ته مبارکي ویلې او د لوبغاړو وړتیاوې یې ستایلي دي.

په تر ټولو جالبه بیان کې د ګایانا ولسمشر ډاکتر عرفان علي چې د نړیوال جام ځینې لوبې هلته هم وشوې په خپله فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې "موږ باید نړیوال جام دغو لوبغاړو ته ورکړو."

عرفان مخکې هم څو واره د افغان ټيم د ستایلو لپاره له هغوی سره لیدلي دي.

د نړۍ د کرکټ پېژندل شوي پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر هم ویلي چې نیمه پایلوبو ته د افغان ټيم د وتلو سفر چې په‌کې د نیوزیلینډ او اسټرالیا په څېر ټيمونو ماتول شامل وو فوق العاده وو.

هغه ویلي، "بریا مو د سخت کار او قاطعیت نتیجه ده او د ویاړ ځای دی."

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32218






*
*

*



قرأ

د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې


افغانستان او نیوزیلنډ سبا یوازېنۍ ټېسټ سیالي پيلوي


«جې شاه» د هند کرکټ بورډ مشر د کرکټ نړیوالې شورا مشر کېږي


نن کابل کې د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ پیليږي


د شپږیزې نهم پړاو لوبډلې او لوبغاړي اعلان شو


د افغانستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لوبه کوي


ویسټ انډيز، هند، سویلي افریقا او استرالیا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پيدا کړه


شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیوزیلینډ ته په لومړي ځل ماتې ورکړه


افغانستان په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته ستره ماته ورکړه


د شل اوریز نړېوال جام پیل؛ امریکا لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه


آی‌پي‌ایل؛ پایلوبه د کلکتې او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي


د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي


سن رایزر حیدراباد ټیم د نړۍ دویم لوی هدف ورکړ


کلکتې لوبډلې د مجیب‌الرحمن پر ځای الله محمد غضنفر اخیستی


د افغانستان او ایرلنډ ټېسټ کرېکټ لوبه نن پیلیژی


افغانستان او سریلانکا نن دویمه لوبه کوي


افغانستان او هند نن دویمه شل اوریزه لوبه کوي


افغان لوبډله نن ماښام له هند سره لوبه کوي


د کرکټ لوبډلې د روزونکي تړون وغځول شو


’شاهرخ‌ خان’ رحمان الله ګوربز ته: د نړیوال جام لوبو کې یې پر لیدو خوښ یم


افغان کرکټ لوبډله نن نړیوال جام کې هالنډ سره لوبیږي


په نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره باید څه وشي؟


نن د افغانستان او سریلانکان ترمنځ تمریناتي لوبه ترسره کېږي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان