انصار: (د چنګاښ ۲مه)، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان په تېرو ۵ میاشتو کې د اووه نیم میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې کړي دي.
دیاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې افغاني غالۍ امریکا، هند، پاکستان، چین، ازبکستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.
نوموړي دا هم ویلي، که له هېواده بهرمېشتي افغان پانګه وال په افغانستان کې پانګونه وکړي، د ۵ کلونو لپاره به مالیه ورته معاف وي.
ده د دې پرېکړې هدف افغانستان ته د خپلو پانګو د لېږدولو لپاره د بهرمېشتو افغان پانګهوالو هڅول وبلل.
د یادونې ده چې غالۍ د افغانستان په صادراتو کې مهمه ونډه لري ، خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان ډېرې غالۍ د پاکستان له لوري اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادرېدې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32158