انصار: (د غبرګولی۳۰مه)، د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا تحمیل شوی جنسیتي توپیر باید د جرم په توګه وپیژندل شي.
د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي، اګنیس کالمارډ، ویلي دي چې دا سازمان غواړي چې د نړۍ په حقوقي چوکاټ کې د لوی تشې ډکولو لپاره د نړیوال قانون له مخې د جنسیت توپیر په رسمیت وپیژندل شي.
هغې زیاته کړه: هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې خلک د دوی د جنسیت له امله ظلم وکړي، خاموش کړي یا ګوښه کړي.
د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو نسل له اداري او سيستماتيک تاوتريخوالي، استبداد او ظلم سره مخ شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دا د شرم ځای دی چې نړۍ تر اوسه د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک جبر او تسلط د نړیوالو قوانینو له مخې د جرم په توګه په رسمیت نه پېژني او پر وړاندې یې سخت غبرګون ښودلی دی.
اګنیس کالامارډ یادونه وکړه چې نړۍ باید په پای کې د نړیوال قانون له مخې د جنسیت توپیر په رسمیت وپیژني ترڅو د دې وحشیانه جرم له منځه وړلو هڅو ملاتړ وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32120