انصار: (د غبرګولی ۲۵مه) ، یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز له ۱۰۰۰ ورځو وروسته د دوی درې میلیارده ساعته درسونه ضایع شوي دي.
د یونیسف اجراییوي مشرې کاترین رسل دغه ورځ د بدلېدو ټکي، "غمجن" او د اندېښنې وړ وبلله.
هغه وویل چې د طالبانو لخوا له تعلیم څخه د 1.5 ملیون نجونو سیستماتیک بې برخې کول نه یوازې د زده کړې له حق څخه ښکاره سرغړونه ده؛ د ده په خبره، دا کار د فرصتونو د کمښت او د نجونو د رواني حالت د خرابېدو لامل شوی دی.
هغه ټینګار وکړ چې د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید د سیاست یرغمل نشي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32059