زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/06/09 - 05:38:5
زيارة: 265
مشاركة مع الـأصدقاء

د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیران؛ مسکو کي په کومو مسایلو خبرې کوي؟
 د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیران؛ مسکو کي په کومو مسایلو خبرې کوي؟

انصار: ( دغبرګولی۲۰مه)، د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا او د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د پوهنې او لوړو زده کړو په اړه په یو نړیوال فوروم یا غونډه کې د ګډون لپاره پرون د روسیې کازان ښار ته ورسېدل.

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور حمزه پرون پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې د کازان په غونډه کې د حبیب الله آغا د ګډون خبر ورکړ.

هغه وویل:  د پوهنې وزارت محترم سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنې د وزیرانو په دوهم نړیوال څلورورځني فوروم د ګډون لپاره په رسمي سفر د روسیې کازان ښار ته ورسېد. د پوهنې وزارت سرپرست وزیر به په دې فوروم کې د افغانستان د ښوونیز وضعیت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په اړه وینا وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي هم په ورته پیغام کې کازان ښار ته د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر د سفر خبر ورکړی.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ کال لا نه و، پوره شوی چې له شپږم د لوړو ټولګیو له زده کوونکو نجونو د تعلیم حق واخیستل شو.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲م کال په پای کې د نجونو د پوهنتونونو دروازې هم بې له کوم دلیله بندې کړې.

په داسې یوه حالت کې به د طالبانو وزیران د کازان په غونډه کې د کومو مسایلو په اړه خبرې کوي؟

د جمهوري نظام پرمهال د پوهنې وزارت معین او سرپرست ابراهیم شینواری دې پوښتنې ته په ځواب کې وايي: د پوهنې او لوړو زده کړو د وزیرانو سفر بې مورده ښکاري ځکه دوی په عمل کې د زده کړو خلاف ولاړ دي. که چېرته دوی هلته د دې لپاره ځي چې پیغام وړاندې کړي، خو کوم پیغام نه لري او که له مثبتې زاویې ورته وګورو او دوی له نورو ملکونو او هېوادونو څخه واوري او د اسلامي هېوادو د پوهنې او لوړو زده کړو له وزیرانو او د هغوی د لاسته راوړنو ګزارشونه واوري او وویني او له هغو سره بحث وکړي او مثبت تاثیر پرې وشي نو بیا باید په مثبت نظر ورته وګورو.

په افغانستان کې له شپږم د لوړو ټولګیو زده کوونکو نجونو ته له څه کم زرو ورځو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

د تعلیم له حق څخه د نجونو د بې برخې کولو له کبله نژدې یوکال مخکې اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر حبیب الله آغا په ګډون د طالبانو پر دریو چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

ملګروملتونو، متحدوایالتونو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ډېرو نورو نړیوالو ادارو او دولتونو هم طالبان د نجونو پر تعلیم د محدودیتونو له کبله غندلي دي.

طالبان وايي چې دوی د نجونو له تعلیم سره مخالف نه دي او ښوونځیو ته د نجونو د تګ پر تګلاره کار کوي خو دا تګلاره لاهم نه ده جوړه شوې او ښکاري چې طالبان اوس حتی په دې اړه خبرو ته لا لېوالتیا نه لري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31992






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم