انصار: ( د غبرګولی۱۶مه)، په بلخ کې طالبانو اعلان کړی چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې یو تښتول شوی ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو ازاد کړی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، دغه ماشوم چې عبدالله نومېږي او د یوه سیمه ییز سوداګر حمیدالله زوی دی، تېره شپه د مزارشریف ښار په مربوطاتو کې د سړي تښتونکو له منګولو ازاد کړی دی.
ویل کېږي، چې تښتوونکو د دغه ماشوم د خلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه ۳۰۰ زره ډالره تاوان غوښتی و.
طالبانو ویلي چې د ماشوم د خلاصون پر مهال یې له سړي تښتونکو سره جګړه کړې چې په پایله کې یې یو تن تښتونکی وژل شوی او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.
دغه ماشوم تېره اوونۍ د مزارشريف په ښار کې د سړي تښتوونکو له خوا وتښتول شو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31925
قرأ