انصار: ( دغبرګولی ۱۳مه)، د شل اوریز سياليو نړيوال جام په رسمي توګه پیل او لومړۍ لوبه کې د امریکا او کاناډا لوبډلې سره مخامخ شوې.
د امریکا په کوربهتوب پیل شوې لوبو لړۍ کې کاناډا لومړی توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.
د امریکا کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې کاناډا ته په اووه وېکټو ماته ورکړه.
د امریکا لپاره په دې لوبه کې «اروون جونز» ښه لوبه وکړه او په ۴۰ بالونو یې ۹۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
ټاکل شوې ده چې دويمه لوبه به نن د وېسټ انډيز او پياېنجي ترمنځ وي.
د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په ترڅ کې سکاټلنډ او عمان ته ماتې ورکړې.
افغان اتلان به د خپلې لومړۍ رسمي لوبې په موخه د راتلونکې سهشنبې په ورځ د یوګاندا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31879