انصار: ( دغبرګولی ۹مه)، د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د نيمروز امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت له لوري په دغه ولايت کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.
دغه راز د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير زياتوي چې په دغو توکو کې شيشه، هيروين، ترياک، چرس، ايفيډرين، رواني ګولۍ، زرګونه ليتره تيزاب او د نشه يي توکو د جوړولو مواد شامل دي.
د دوى په وينا، ياد شوي سوځول شوي توکي د شپږو مياشتو په اوږدو کې، د عملياتو او د پوليسو د پلټنو پر مهال د نيمروز په ښار او يو شمېر ولسواليو کې کشف او ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له جوړېدو وروسته د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او له منځه وړل د دغه حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31813