انصار: (د غبرګولی ۸مه)، د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر وایي چې په یاد ولایت کې په لومړي ځل د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوې ده.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا خونه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو عمومي خونې لخوا پرانیستل شوې او د دې خونې په چوکاټ کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا خونه د یوې غونډې په جوړېدو سره پرانیستل شوې ده.
په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت مسوولینو د ښځو له سوداګرۍ د ملاتړ ډاډ ورکړی او د یاد ولایت د اقتصاد د رییس په وینا چې دوی به په دې برخه کې له ښځو سره همکاري کوي.
د راپورونو له مخې چې په میدان وردګو ولایت کې اوسمهال ډېرې ښځې د لاسي صنایعو، لبنیاتو د پروسس او یو شمېر نورو برخو کې په کار بوختې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31805