انصار: ( د غبرګولی۷مه)، د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خصوصي موسسې په مرسته د دغه ولایت پر ۷۷۱ بزګرانو نغدي مرستې وویشل.
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خصوصي موسسې په مرسته د دغه ولایت پر ۷۷۱ بزګرانو نغدي مرستې وویشل.
نوموړي زیاته کړه، چې د کروندګرو لپاره دغه مرسته د یوې ادارې په مرسته ترسره شوې او موخه مو د بزګرانو د ستونزو حل او ملاتړ دی.
خيراندېش وويل: په دې مرسته کې د هر کروندګر ونډه څه باندې ٢٧٢٠ افغانۍ ده او دا د دې ولسوالۍ پر کروندګرو د نغدي وېش درېيم پړاو دى.
په همدې حال کې يو شمېر بزګرانو د نغدو پيسو د ويش له بهير څخه د ستاينې په ترڅ کې وويل: حکومت او نورې ملي او نړيوالې موسسې بايد له بزګرانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې جوزجان د هېواد په شمال کې يو له مشهورو ولايتونو څخه دى، چې د دغه ولايت د کرنې لويه برخه په کرنيزو ځمکو کې جوړېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31786