انصار: (د غبرګولی ۶مه)، د طالبانو حکومت رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د قطر په چارو کې د دولت له وزیر سره په کتنه کې د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د قطر له هېواده وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، روغتیا، انرژي او ترانسپورت او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه کتنه کې چې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي شیخ محمد بن عبدالعزیز او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز الخلیفي خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د امنیت او په بېلابېلو برخو کې د طالبانو حکومت له لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه.
د قطر د دولت وزیر د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، د قطر دولت غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان تر منځ په بانکي چارو کې د اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي او د دواړو مسلمانو هېوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره هڅه کوي، چې د پخوا په پرتله لا پياوړي شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو سره د قطر د دولت او ملت له بشري مرستو مننه وکړه.
د رئیس الوزرا اداري مرستيال د امنيت د تامينولو، د اداري فساد د له منځه وړلو، د کوکنارو دکرکيلې، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال د مخنيوي او په بيلابيلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې د زمينې برابرولو په برخو کې د حکومت لاسته راوړنې يادې کړې او ويې ويل چې دغه لاسته راوړنې د حکومتولۍ په ډګر کې د افغانستان د بریالیتوب څرګندوی.
مولوي عبدالسلام حنفي د سیمې پر ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له قطر څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو حکومت د سیمې او بهر له ګاونډیو سره ښې اړیکې او تعامل غواړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31768