انصار: ( د غبرګولی ۳مه)، د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې د دغه وزارت د قانون او کړنلارې له مخې د ترکي پانګوالو لپاره مناسب شرایط برابروي.
د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکیې د کمپنۍ له مشر ایمیګلو مارمار سره د هېواد د کانونو په سکتور په ځانګړې توګه د مرمرو په کانونو کې د پانګونې په اړه وکتل.
د کانونو او پټروليم وزارت مطبوعاتي دفتر دغه خبر خپور کړ او ويې ويل: په دې کتنه کې ترکي پانګه وال رجب مصطفی اغلو د کندهار ولايت د شاولي ګوت ولسوالۍ د مرمر ډبرو په کان کې له پانګونې سره لېوالتيا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په سکتور کې د پانګونې په برخه کې د ترکانو لېوالتیا وستایله او ډاډ یې ورکړ چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31722