انصار: ( د غبرگولی 2مه)، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی مشر ملاهبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه توشیح کړه.
مجاهد د سه شنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه خبر ورکړی چې د روان مالي کال په بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي دي.
د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه داسې وخت توشېح شوه چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ ډېر شوی دی.
د پوهانو په وینا، د طالبانو د حکومت په عوایدو او لګښتونو کې روڼتیا نه شته.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31708
قرأ