انصار: ( دغویی27مه)، په بغلان کې د وروستیو مرګونو سیلابونو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې که د طالبانو حکومت وغواړي، روسیه د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» ویلي چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې له سیلاب ځپلو سره لاسنیوي ته چمتو دی او خپلې مرستې افغانستان ته لېږلی شي.
تر دې وړاندې یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې چمتووالی ښودلی او سیلاب ځپلو سیمو ته د یو شمېر بنسټونو خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم رسول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د بغلان په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې له سختو ورښتونو وروسته راوتلو سیلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه واړول.
د وروستیو شمېرو له مخې چې یوازې په بغلان کې ولایت کې مرګوني سیلابونو د شاوخوا ۳۱۵ کسانو ژوند اخیستی دی.
بلخوا ځایي سرچینو راپور ورکړی چې لا هم د هېواد په زلزله ځپلو سیمو کې لسګونه کسان نادرکه دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31591