انصار: ( د غویی23مه)، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او په ختیځ دونیتسک سیمه کې یې وضعیت په ځانګړې توګه کړکېچن وباله.
زېلېنسکي په خپله وېډيويي وينا کې وويل چې نن تمرکز له روسيې سره د جګړې په لومړۍ کرښه او په هغو سيمو کې دی چې د روسيې د یرغلګرو اقداماتو خطرونه په کې ډېر دي.
زیلینسکي دا هم وویل چې د دونیتسک د پوکروفسک په سیمه کې وضعیت ډیر ستونزمن او کړکېچن دی.
پرون د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې شاوخوا ۱۷۰۰ ولسي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول ځکه د روسي ځواکونو له خوا توغندیز بریدونه کېدل او اوکراییني پوځ هم په ډېرو سیمو کې د هوايي بریدونو خبرداری ورکړی وو.
پر اوکراین د روسیې یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو، لا هم دوام لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31538