زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/05/12 - 02:07:2
زيارة: 279
مشاركة مع الـأصدقاء

په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي
 په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په بغلان ولایت کې د سختو بارانونو له امله سیلابونو له ۳۰۰ څخه زیات کسان وژلي او تر زرو زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دغه ولایت کې له سیلاب ځپلو خلکو سره بسکټونه وېشي.

په همدې حال کې د بغلان د والي ویاند ملا الهام مجیدي رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې وروستیو سیلابونو ۱۳۰ تنه وژلي دي.

د هغه په ​​وينا، د جمعې په ورځ له غرمې وروسته سېلابونو هم سل تنه ټپيان کړل.

تر دې مخکې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شورا منشي غلام رسول قانع ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله ۱۵۰ تنه مړه شوي او د دې احتمال شته، چې دغه شمېر نور هم زیات شي.

له بلې خوا په بدخشان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر مولوي محمد اکرم اکبري وايي چې په بدخشان کې د جمعی ماښام ویجاړو سېلابونو پر پراخو مالي زیانونو سربېره درې تنه وژلي او دوه نور یې بې درکه کړي دي.

له سمنګانو ولايت څخه هم په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د دغه ولايت په مرکز خرم سارباغ او ايبک ولسواليو کې د راوتلو سيلابونو له امله د سيمې خلکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.

د سمنګانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي وايي، د سېلابونو له امله يو تن وژل شوى، ٥٥ د استوګنې کورونه او درې زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او تر ٤٠ ډېر څاروي له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه د استوګنې کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د چارواکو په خبره، دغو سېلابونو تر ډېره په چال، اشکمش، نمک اب او فرخار ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو په ځانګړي ډول په تېرو دوو ورځو کې په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولايتونو کې سېلابونو د ځاني زيان ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31533






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی