زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-17  |  2024-09-21  |  تازه شوی په: 2024/09/21 - 04:33:5 FA | AR | PS | EN
د افغانستان پر روان وضعیت د تاجکستان او پاکستان خبرې             افغانستان له جنوبي افریقا د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله             د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی             پاکستان کې د پولیو ۱۸مه پېښه ثبت شوه             افغانستان سبا «جمعه» له سویلي افریقا سره دوهمه لوبه ترسره کوي             پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو             عمان کې د افغانستان په سفارت د طالبانو دیپلوماتان ځای پرځای شول             مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ             افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو             د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سباپيلېږي             یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي             ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې            

تاريخ النشر: 2024/05/03 - 04:49:4
زيارة: 236
مشاركة مع الـأصدقاء

په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی
 په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی

انصار: ( د غویی14مه)، د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، په تېر يو کال کې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷ سلنه او د نارينه خبريالانو لس سلنه زيات شوی دی.

د خبريالانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو د قضایاوو د څيړنې مسوول جميل وقار د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته په خپلو خبرو کې دغه شمېرې له رسنيو سره شريکې کړې او دغه راز يې اقتصادي ستونزې، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او ځینې محدوديتونه يې د خبريالانو پر وړاندې عمده ستونزې وبللې.

په دې غونډه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر عبدالقديم وياړ خبريالانو ته د مسلکي روزنې پر ورکړې ټينګار وکړ او ويې ويل چې ډېر شمېر نوي خبريالان د خبريالۍ ډګر ته راوتلي دي.

نوموړي زياته کړه د نويو خبريالانو د روزنې لپاره دې ورکشاپونه او سمينارونه جوړ شي.

په دې مراسمو کې د ښځينه خبريالانو په استازيتوب فرحناز خبرې وکړې او وې ويل، سږکال د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل کيږي چې د هېواد ځينو برخو کې له رسنیو د ښځو د غږ پر خپرولو بنديز لګېدلی دی.

فرحناز څرګنده کړه، « موږ د ګټونکو په توګه پر مخ روان يو، زموږ حضور حتمي دی.»

نوموړې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو د کار پر دوام ټينګار وکړ او له مسوولينو يې وغوښتل چې رسنيو کې د ښځو پر کار بنديز ونه لګوي.

د طلوع نيوز مشر ذبیح سادات بيا زياته کړه چې پر رسنيو محدوديتونه څه ناڅه کم شوي خو په خبره يې د قناعت وړ نه دي.

نوموړي خبرداری ورکړ که د رسنيو اقتصادي ستونزې هوارې نه شي، ښایي ځينې رسنۍ سقوط شي.

په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع له رسنیو سره د اطلاعاتو پر شريکولو ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه د رسنيو ازادي بايد د اسلام او ملي ګټو له اړخه تعريف شي.

د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په عمومي اسامبلۍ کې تصويب شوې چې له مخې يې، د رسنیو د ازادۍ پر بنسټیزو اصولو، له رسنيو د حکومتونو ملاتړ، د رسنیو د ازادۍ عمومي وضعیت څېړنې او د هغو خبریالانو ياد تازه کولو باندې ټينګار شوی چې په رسنيز کار کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31401






*
*

*



قرأ

پاکستان کې د پولیو ۱۸مه پېښه ثبت شوه


پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو


افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو


لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي


په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل


داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي


د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه


طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې


سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي


افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي


د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل


په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي


په جرمني کې له برید وروسته د افغان او سوري کډوالو د نه منلو غوښتنې وشوې


په خوست کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو پروګرامونه خپارول بند شو


د اوبو د کمښت ستونزه به په اساسي ډول حل کوو


په ۱۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه


له سیستان او بلوچستان ولایته په ۴ میاشتو کې تر ۵۶ زره ډېر کډوال خپل هیواد ته استول شوي


نن او سبا د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی


په تیر کال کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک شول


له ۶ میاشتو راهیسې پاکستان کې پر ۱۶۳۰ ماشومانو جنسي تېری شوی


په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي لرو


د کابل اوبو کمښت ستونزی د حل لپاره هڅې پیل شوي


پاکستان د بار وړونکو لاریو پرتګ راتګ بندیز لګولی دی


عصري زده کړې فرض کفایي ده، ډرون به جوړوو


د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې انتظار خونه جوړیژي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان