زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-06-02  |  2024-12-04  |  تازه شوی په: 2024/12/04 - 07:52:1 FA | AR | PS | EN
روسیې او امریکا سوریه کې یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل             بېلتون غوښتونکې ډلې پاکستاني پوځیانو ته د مرګ ژوبلو د اړولی             په ۲۰۲۳ کې د ۶۳۰ میلیارد ډالرو وسلې پلورل شوي             درانی؛ حقاني پاکستان ته لوی خطر بولي             افغانستان کې ‏د ټاپي پروژې کار عملا روان دی             طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي             د کرکټ اسیايي جام، افغانستان له سریلانکا سره مخامخ دی             د متحده عربي اماراتو دولتمشر د طالبانو سفیر خپل حضور ته ومانه             د جرمونو نړیوالې محکمې ته د شپږو غړو هېوادونو شکایت ورسېد             د افغان ښځو له حقونو د سرغړونو قضيه نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې شو             انګيلا مرکل د افغانستان په اړه د جرمني پارلمان ځواب ورکوي             يوناما د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی             له پاکستان سره همکاریو لپاره د افغانستان چمتووالی اعلان             د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي             د طالبانو حکومت تګلاره متقابلو او اقتصادي همکاریو ته درناوی ده            

تاريخ النشر: 2024/04/30 - 05:13:5
زيارة: 323
مشاركة مع الـأصدقاء

یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
 یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د دغه سازمان په مرسته یې یوې ښځې د لاسي توکو په برخه کې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

دغه سازمان په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د دغه سازمان په ملاتړ په هېواد کې د یوې افغانې ښځې د پانګونې اعلان وکړ.

سلما یو له هغو ښځو څخه چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په مرسته یې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، له دې موسسې سره په خبرو کې زیاته کړه: "که څه هم ښې سواد نه لرم، خو ویاړم. زه د یوې ښځې په توګه، زه کولی شم پروژې پلي کړم، زه کولی شم نورو ته روزنه ورکړم. "

دغه سازمان ویلي چې د سلما د بریا راز کلک هوډ درلودل، پر ځان باور او درناوی دی.

همدارنګه سلما له دې سازمان څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: " د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې څخه مننه چې د دې سازمان په ملاتړ مې کار پیل کړ. "

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دغو دندو د ځای او لګښت په اړه نور څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې نړیوال بانک په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ په برخه کې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره ۱۶ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشرې «میلندا ګوډ» په وینا، د دې پروژې موخه په افغانستان کې د کوچنیو پورونو سکتور پیاوړی کول دي، ترڅو د کوچنیو سوداګرو خاوندان او د ښځو تر مشرۍ لاندې سوداګر وکولی شي هغه مالي اعتبار ترلاسه کړي چې دوی د سوداګرۍ د بیارغونې، خپل ژوند د بیارغونې او مرستې لپاره ورته اړتیا لري او خصوصي سکتور ته لاس‌رسی راژوندی کړي.

په همدې حال کې له نړیوالو بنسټونو څخه د ښځو د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې ملاتړ زیات شوی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31348






*
*

*



قرأ

طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی


په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو


د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي


د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


د طالبانو حکومت د چین په کنفرانس کې د کرنې ودې لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه


طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي


د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه


خوست کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول


متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو


طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي


د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې


قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي


په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی


د دوو افغانانو په ګډون ایران کې ۱۴ تنه اعدام شول


افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو ځورېږي


طالبان وایی په افغانستان کې جنسیتي تبعیض نشته


۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال د ترکیی د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي


پاکستان کې د پولیو ۱۸مه پېښه ثبت شوه


پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان