زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/04/23 - 04:32:1
زيارة: 268
مشاركة مع الـأصدقاء

اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار
 اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار

انصار: ( د غویی4مه)، د ایران ولسمشر د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته تللی او هلته یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه کړي.

سید ابراهیم رییسي د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف سره تر لیدنې وروسته په یوه ګډ کنفرانس کې وویل:

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو دریځونه یو شان دي. موږ دواړه د ناامنۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې هوډ لرو. د سازمان شويو جرمونو، نشه یي توکو او د هر ډول ناامنیو پر وړاندې چې نن سبا دواړه هېوادونه او سیمه ګواښي د مبارزې لپاره دواړه هېوادونه ګډ نظر لري.

رییسي به نن سه شنبه د اپرېل ۲۳ او سبا هم له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره لیدنې وکړي.

د ایران ولسمشر دا هم وویل چې له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دی او په خبره یې د سوداګرۍ اوسنۍ کچه د منلو نه ده. هغه وویل چې له پاکستاني لوري سره یې موافقه کړې چې د ایران او پاکستان تر منځ سوداګري به لسو میلیاردو ډالرو ته رسوي.

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف هم د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخېدو هیله وکړه.

هغه زیاته کړه وخت یې دی چې تهران او اسلام اباد د پولې دواړو خواو ته اقتصادي پرمختیا او سوکالۍ ته پام وکړي.

د ایران او پاکستان سرحدي سیمې اکثر د نا امنیو شاهدې دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په لومړي وار پاکستان ته سفر کړی او دا سفر یې څو میاشتې وروسته له هغه ترسره کېږي د کال په پیل کې د دواړو هېوادونو اړېکې سختې ترېنګلې شوې وې.

ایران د جنوري په ۱۶مه د پاکستان د بلوچستان په زرغون غره سیمه کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې وکړې او ادعا یې وکړه چې د جېش العدل ډلې دوه مرکزونه یې په نښه کړي دي.

پاکستان هغه بریدونه په کلکه وغندل او په ځواب کې یې دوه ورځې وروسته د ایران په خاوره هوایي بریدونه وکړل. دغو پېښو د څه وخت لپاره د ایران او پاکستان اړیکې سختې ترینګې کړې او د دې لامل شو چې دواړه هېوادونه خپل سفیران ور وغواړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31238






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم