انصار: ( د غویی4مه)، د هلمند د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی چې په کجکي برېښنا بند کې د اوبو کچې له لوړېدو سره سم د کندهار او هلمند ولایتونو برېښنا ۲۴ساعته شوې ده.
د دغه ولایت د برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال انجینیر وحیدالله علیزی وایي، له وروستیو ورښتونو سره په کجکي بند کې اوبه زیاتې شوې او سږکال به د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي له ۲۴ساعته برېښنا څخه برخمن وي.
« د وروستیو ورښتونو له کبله د کجکي بند اوبه ډېرې شوې، کاسه ډکه شوې، سږ کال به برېښنا ۲۴ساعته وي.»
د هلمند او سېدونکي هم د برېښنا په ډېرېدو سره خوښي څرګندوي او وایي، هغو کورونو ته دې هم برېښنا ورسېږي چې اوس ترې بې برخې دي.
د دوی په خبره، په نورو کلونو کې د برېښنا نشت له کبله خلک له یولړ ستونزو سره مخ وو چې سږ کال یې دا ستونزې په حل کېدو دي.
شاولي او نور علي یې په اړه داسې وایي:
«چې برېښنا زیاتېږي، کېدای شي هغه کورونه هم ترې برخمن شي چې مخکې یې برېښنا نه درلوده.»
« د برېښنا په زیاتوالي سره زموږ زیاتي ستونزي حل کېږي او فابریکې به مو فعاله وي.»
د هلمند ولایت د نورو اوسېدونکو تر څنګ کروندګر هم د اوبو زیاتېدو ته خوشحاله دي او وایي چې سږ کال به یې حاصلات تر پخوا څو چنده ښه وي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31237