انصار: ( د غویی 2مه)، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې ۱۵ هغه ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل دوو روغتونونو ته ور پېژندلي چې زړونه یې سوري وو.
دې ټولنې ویلي چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت به د دوی لخوا پرې شي.
افغاني سرې میاشتې تر دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل یو شمېر روغتونونو ته سلګونه سوري زړونو لرونکي ماشومان ورپېژندلي دي.
افغانستان یوازینی هېواد دی چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو شمېر پکې زیات دی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر دې ډاډ ورکړی و چې اوسمهال په هېواد کې د دا ډول ناروغو ماشومانو درملنه په چټکۍ روانه ده.
د ویلو ده چې پخوا به د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه له هېواده بهر کېده، خو اوس په یو شمېر ولایتونو کې یې د درملنې لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31208