انصار: ( دغویی 1 )، د ایران له خوا د جمعې په ورځ پردې هېواد د اسرائیل احتمالي برید ته غلی غبرګون داسې هیلې رامنځته کړي، چې د دغو دوو غلیمانو ترمنځ به ترینګلتیا کنټرول شي.
د ایران د اصفهان پر ښار تر برید سملاسي وروسته، د تاوتریخوالي د کمېدو غږونه وشول. د ملګرو ملتونوعمومي منشي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ډېرو نورو هېوادونو پر دواړو لورو د زغم غږ وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي دغه برید کې، چې درې کوچني ډرون الوتکې ښکېل وې، هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
ورته مهال تهران کې چارواکو داسې اشارې هم ورکړې، چې ددوی له خوا به د غچ اخیستنې کوم ګام وانخیستل شي .
د ایران او اسرائیل چارواکو څرګندونو ته په کتو داسې اټکل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا کمه شوې ده.
ځینو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، پرون سهار وختي اسرائیل د ایران په اصفهان کې د هوايي ځواکونو په یوه دفاعي رادار درې توغوندي ورولي. ایراني چارواکو ویلي په دې برید کې هېڅ زیان نه دی اوښتی.
اسرائیلي رسنۍ دغه هېواد کې د پوځي سرچینو په حواله وايي اصفهان کې برید "د یوه اسرائیلي جټ لخوا له لېرې د یوه اوږد واټه توغندي" په وسیله شوی.
د ایران رسنیو پرون د اصفهان داسې انځورونه خپاره کړل، چې په ښار کې عادي ورځنی ژوند ښيي.
د اروپايي کمېسیون، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې او مصر په ګډون بېلابېلو هېوادونو د ارامتیا غوښتنه کړې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31190