انصار: ( د وری19مه)، د ایران د ګمرکونو یو چارواکی وایي، تېر لمریز کال افغانستان ته د ډول- ډول مالونو د ټرانزیت اندازه درې برابره زیاته وه.
د خراسان جنوبي ولایت د ګمرکونو عمومي مدیر محمد کوهګرد ویلي، تېر کال افغانستان ته د یو ملیارد ۱۲۵ ملیون او ۳۷۸ زره ډالرو په ارزښت مالونه ټرانزیت شوي چې د وړم کال په نسبت درې برابره زیاتوالی ښيي. هغه ویلي په دغو مالونو کې خوراکي توکي او نور لوازم شامل دي چې د ترکیې، متحده عرب اماراتو، روسیې، اندونیزیا او ویټنام له هېوادونو د ایران د ماهیرود ګمرک له لارې افغانستان ته ټرانزیت شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30984