انصار: ( د وری19مه)، تاجکستان، د روسیې د یوه لوړرتبه چارواکي هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې وو په دوشنبه کې د اوکراین سفارت د تاجکستان وګړي د روسیې خلاف جګړه کې د اجیرو سرتېرو په توګه ګماري.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شاهین صمدي ویلي، د روسیې د دې لوړ رتبه چارواکي دا بیان کوم اساس نه لري.
د روسیې د امنیتي شورا منشي نیکولای پاتریشیف تېره چهارشنبه د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي وو چې مسکو ته نږدې د کنسرټونو پر سالون په حمله کې د اوکراین د ځانګړو خدماتو اداره لاس لري.
هغه دا هم ویلي وو چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اوکراین سفارت د روسیې خلاف د جګړې لپاره د تاجکستان وګړي د جنګیاليو په توګه ګماري.
اوکراین ویلي په روسیه کې د کنسرټونو پر سالون په حمله کې چې تر ۱۴۴ زیات کسان یې په نتیجه کې ووژل شول او مسوولیت یې د اسلامي دولت یا داعش ومانه، لاس نه لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30982