زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-06-01  |  2024-12-03  |  تازه شوی په: 2024/12/03 - 06:21:3 FA | AR | PS | EN
په ۲۰۲۳ کې د ۶۳۰ میلیارد ډالرو وسلې پلورل شوي             درانی؛ حقاني پاکستان ته لوی خطر بولي             افغانستان کې ‏د ټاپي پروژې کار عملا روان دی             طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي             د کرکټ اسیايي جام، افغانستان له سریلانکا سره مخامخ دی             د متحده عربي اماراتو دولتمشر د طالبانو سفیر خپل حضور ته ومانه             د جرمونو نړیوالې محکمې ته د شپږو غړو هېوادونو شکایت ورسېد             د افغان ښځو له حقونو د سرغړونو قضيه نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې شو             انګيلا مرکل د افغانستان په اړه د جرمني پارلمان ځواب ورکوي             يوناما د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی             له پاکستان سره همکاریو لپاره د افغانستان چمتووالی اعلان             د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي             د طالبانو حکومت تګلاره متقابلو او اقتصادي همکاریو ته درناوی ده             ایران به د ایکو د هیوادونو د غونډې کوربه وي             د اتلانو جام “چمپینز ټرافي” افغانستان ته ورسېده            

تاريخ النشر: 2024/04/02 - 05:21:5
زيارة: 214
مشاركة مع الـأصدقاء

هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د دولتي مامورینو پر تقاعد بنديز لګولی
 هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د دولتي مامورینو پر تقاعد بنديز لګولی

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد جمع کول بند کړي ‌دي.

د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده له خوا د ماليې وزارت ته په استول شوي حکم کې راغلي چې "د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل له مياشتې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد وضع کېدل بند شوي دي."

د طالبانو حکومت کې د ماليې وزارت يوې سرچينې هم د دغه فرمان پخلی کړی او وايي د دې حکم له مخې له دې وروسته "تقاعد نشته."

د طالبانو د مشر په فرمان کې د ماليې له وزارته غوښتل شوي‌ چې د ټولو شته نظامي او ملکي کارکوونکو په اړه معلومات چې په هغو کې "د ګومارنې نېټه، د خدمت موده او د تقاعد تر نامه لاندې وضع شوی مبلغ معلوم کړي. "

د ماليې وزارت کې يادې سرچينې ويلي، د هغو کسانو چې پخوا ترې تقاعد ګرځول شوی موضوع جلا ده او په اړه یې تراوسه حکم نه دی شوی. دا سرچینه زیاتوي چې دغه مکتوب په رسمي ډول مالیې وزارت ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ راهيسې د افغان متقاعدينو د معاشونو د ورکړې بهير له خنډونو سره مخ و. د تقاعد اخيستونکو سرټکاوه چې د طالبانو حکومت یې پيسې نه دي ورکړي او دا چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرايون دي.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د روان میلادي کال په لومړیو ورځو کې د بي بي‌ سي پښتو د اېکس په خپرونه کې ويلي وو، د تقاعد د ورکړې قانوني ستونزې هوارې شوې او ډېر ژر به د دوی حقونه ورکړل شي.

نوموړي‌ زياته کړې وه چې د متقاعدينو د حقونو د ورکړې قانون تعديل شوی او ډېر ژر به د عدليې وزارت له خوا پلی شي. خو داسې ښکاري چې تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده.

افغانستان کې د تقاعد عمر ۶۵ کاله دی او يا دا چې بايد یو کس ۴۰ کلنه کاري موده بشپړه کړې وي.

افغانستان کې د تقاعدۍ امتياز اخيستونکو کره شمېر نه دی معلوم خو په تېرو کلونو کې د افغانستان ماليې وزارت د ۱۱۹ دولتي ادارو اړوند څه د پاسمه ۱۵۲ زره کسان ياد کړي وو چې د تقاعد حقونه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت کې د ماليې وزارت تېر کال د متقاعدينو د معاش اړوند طرزالعمل د دوی مشر هبت الله اخندزاده ته استولی و.

هغه مهال د ماليې وزارت ويلي وو چې څلور ميليارده افغانۍ یې د متقاعدينو د معاش لپاره وربېلې کړې وې خو داسې ښکاري چې د طالبانو مشر نه دې منظورې کړې.

که څه هم ښاغلي اخندزاده په خپل فرمان کې د تقاد بندولو دلایل نه دي‌ وړاندي کړي،‌ خو ويل کېږي يو شمېر طالب مشرانو د خپل تعبیر له مخې له شرعي اړخه د متقاعدينو حقوق تر پوښتنې لاندې راوستلي دي.

د افغان پوځ‌ يو پخوانی افسر چې ۳۸ کاله یې خدمت کړی وړاندې بي‌ بي سي ته ويلي وو چې د تقاعد نه اخيستو له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرايوان دی او د ژوند د ورځنيو چارو پر مخ بېولو لپاره یې په کور کې ساتلي سره زر خرڅ کړي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30897






*
*

*



قرأ

بېلتون غوښتونکې ډلې پاکستاني پوځیانو ته د مرګ ژوبلو د اړولی


درانی؛ حقاني پاکستان ته لوی خطر بولي


د متحده عربي اماراتو دولتمشر د طالبانو سفیر خپل حضور ته ومانه


د جرمونو نړیوالې محکمې ته د شپږو غړو هېوادونو شکایت ورسېد


د افغان ښځو له حقونو د سرغړونو قضيه نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې شو


انګيلا مرکل د افغانستان په اړه د جرمني پارلمان ځواب ورکوي


يوناما د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی


له پاکستان سره همکاریو لپاره د افغانستان چمتووالی اعلان


د طالبانو حکومت تګلاره متقابلو او اقتصادي همکاریو ته درناوی ده


ایران به د ایکو د هیوادونو د غونډې کوربه وي


متقي د مسکو او کابل ترمنځ د راشه درشه مهمه وبلله


امريکا د افغانستان بيارغونې لپاره اساسي چمتووالي نلری


پر «پالمیرا ښار» د اسراییلو د هوايي برید په پایله کې ۶۱ ووژل شول


روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري


په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست


سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ


د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته


خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي


د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان