انصار: ( د وری 12مه)، د پنجشېر والي وايي، د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوي په پنجشېر کې د دغه پروژې په اړه خپلې وروستۍ سروې ترسره او ډاډ يې ورکړ چې ډېر ژر به په دغه پروژه عملي کار پیل کړي.
د پنجشېر ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې د ياد پلاوي له قوله ويلي، دا د سيمې په سطحه یوه لویه پروژه ده چې د پنجشېر له مرکز بازارک نیولې تر کابله ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د دوه متره مکعبه اوبو پر انتقال موافقه شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، پلاوي ويلي چې دوی د بهرنيو شرکتونو سره په خبرو کې دي او په وينا يې، د روسي کمپنیو سربېره اوس د ترکي S.K.M نړيوال شرکت لېوالتیا ښوولې چې د دغه پروژه پلي کړي.
د یادونې وړده چې د کابل د اوسېدونکو د اوبو او په تېره بیا د څښاک د اوبو نه شتون د ستونزې د حل په موخه حکومت نه غواړي د پنجشېر د سیند اضافي بهېدونکې اوبه کابل ته انتقال کړي، چې ورسره به د دوه میلیونه زياتو خلکو د اوبو د نشت ستونزه حل شي.
د دغه وزارت د سروې او ډیزاین د رئیس په وینا د د غه ښار د پاتې خلکو د اوبو ستونزه به د شاه توت له بند څخه پوره کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30865