زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-12  |  2024-11-14  |  تازه شوی په: 2024/11/14 - 05:12:3 FA | AR | PS | EN
خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي             تاجکستان کې نن د فوټبال درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي             د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي             د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت             د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل             افغانستان او بنګله‌دېش نن وروستۍ سیالي کوي             افغانستان او ایران ګډ هنري ، کلتوري نندارتون جوړوی             ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود             جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری             هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل             د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست             د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی             د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ             افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه             د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل            

تاريخ النشر: 2024/03/31 - 02:40:0
زيارة: 223
مشاركة مع الـأصدقاء

د غور د ۱۷ کلنې نجلۍ په وړلو کې ښکېل طالبان
 د غور د ۱۷ کلنې نجلۍ په وړلو کې ښکېل طالبان

انصار: ( د وری 12مه)، افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته په یوه غږیز پیغام کې تائید کړې، چې په غور ولایت کې طالب سرتېرو په یوه کورنۍ شخړه کې ځانونه ښکېل کړي او لاسوهنه یې کړې ده.

تېره اوونۍ پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې، چې ښيي وسله وال سړي یوه جینۍ په زور له کوره راباسي او له ځانه سره یې وړي.

د طالبانو ویاند په دې پیغام کې وايي: "د دوو کورنیو ترمنځ جګړه وه، او څو امنیتي سرتېرو [طالبانو] پرته له دې، چې قضايي ارګانونو ته خبر ورکړي، هلته مداخله کړې ده."

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې دغه سرتېري "پوځي محکمې ته سپارل شوي او تر څېړنو لاندې دي."

ویل کېږي، چې دا پېښه د افغانستان په لوېدیځ کې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په نورک کلي کې شوې ده.

ښاغلي مجاهد د هغو سیمه ییزو چارواکو نومونه وانه خیستل، چې په دې کار کې لاس لري، خو په ټولنیزو شبکو کې د خلکو له خولې ویل شوي چې "د خیرالله خیرخواه، عبدالحمید خالد، محمد مشفق او توحیدي په ګډون د طالبانو ټول سیمه ییز چارواکي په کې ښکېل دي."

یوه ځايي اوسېدونکي، چې پېښه یې له نږدې لیدلې، بي بي سي ته ویلی، په پېښه کې "ولسوال، امنیتي مسول او د طالبانو د پولیسو مسول" ښکېل وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي‌بي‌سي ته ویلي، دا پېښه د زوم او خسر ترمنځ د ولور په پیسو رامنځته شوې ده.

ښاغلی قانع زیاتوي "د جینۍ پلار د پاتې پيسو د تر لاسه کولو لپاره خپلې لور ته اجازه نه ورکوله چې د مېړه کور ته لاړه شي، او له همدې ځایه شخړه پیل شوې ده."

د یادو کسانو په خبره، دا ۱۷ کلنه جینۍ د طالبانو سیمه ییز غړي شاولي خان ته په زوره نکاح شوې ده. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا خبره رد کړې ده.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30864






*
*

*



قرأ

خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي


د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي


د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو


د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي


د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي


په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز


هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي


په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي


له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو


افغانستان پر اقتصادي مرکز بدلیدو لپاره علم او پلان ته اړتیا لري


شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي


اوکراين کې جګړه بايد په سوله‌ييزه توګه پای ته ورسېږي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان