انصار: ( د وری9مه)، د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د اسلام اباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې دوی له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د بیا مېشت کېدو د دوسیو څېړل دې چټک کړي.
دوی زیاتوي چې پاکستان حکومت باید په ډله ییز ډول د افغان کډوالو شړل بند کړي او د کډوالو له حقونو څخه د نړیوالو قوانینو پر اساس ساتنه وکړي.
ټاکل شوې چې د کډوالو د ستنولو دا پړاو د اوړي په موسم کې پیل شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وایي، اوس مهال په پاکستان کې ۲.۱۸ میلیونه افغان کډوال د کډوالۍ قانوني اسناد لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30797