انصار: (د وری7مه)، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، د مسکو په یوه سالون کې خونړی ترهګریز برید د سخت دریځو اسلام پالو له خوا شوی دی.
نوموړي له حکومتي چارواکو سره یوې غونډه کې وویل، برید د هغو سخت دریځو کار دی چې اسلامي نړۍ یې له پېړیو راهیسې له ایډیالوژۍ سره مبارزه کوي.
پوتین که څه هم د داعش چې د برید مسولیت یې منلی یادونه ونه کړه، خو یوځل بیا یې له شواهدو پرته برید کې د متحده ایالتونو او اوکراین ښکېلتیا ته اشاره وکړه. خو کیف او واشنګټن دواړو د پوتین ادعا رد کړې ده.
د مارچ د دوه ویشتمې نیټې په دغه برید کې ۱۳۹ تنه وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان دي چې له ډلې یې ۹۷ تنه روغتون کې بستر شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30769
قرأ