زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/03/18 - 05:07:0
زيارة: 221
مشاركة مع الـأصدقاء

پاکستان خوست او پکتیکا کې بمبارۍ کړې دي
 پاکستان خوست او پکتیکا کې بمبارۍ کړې دي

انصار: ( دکب 28مه)، ځینو خبریالانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي، چې نوموړي پر خواله رسنیو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو د خپاره شوي خبر پخلی کړی. پاکستان رسما تر اوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي. خو ځینو خواله رسنیو چې غالبا د پاکستاني حکومت له لوري چلول کېږي، ددغه برید په اړه خبر خپور کړی دی.

د طالبانو حکومت هم دوو نورو سرچینو ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پاکستان پکتيکا برمل کې درنه بمباري کړي، ښځې او ماشومان يې شهيدان کړي دي، اسلامي امارت دفاع وزرات ته هم د اړوند ځوابي حملې امر شوى دی.

د طالبانو د زندانونو د ساتنې عمومي مسؤل قاري بدر پر اېکس (ټوېټر) لیکلي چې طالبان له خپلې خاورې د کلک ملاتړ ترڅنګ هر ډول دفاع ته چمتو دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت عملیاتي معین مولوي فتح الله منصور هم کابو ورته پیغام پر خپله اېکس (ټوېټر) پاڼه خپور کړی دی.

خبریال طاهر خان پر اېکس لیکلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړي، خو ادعا کوي چې وزیرستاني بې ځایه شوي په نښه شوي دي.

د خراسان ډایري په نامه یوې رسنۍ ویلي بریدونه د خوست او پکتیکا ولایتونو په هغو ولسوالیو کې شوي چې له شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري.

خراسان ورځپاڼې ویلي، یوې جګپوړې سرچینې دوی ته ویلي، پاکستان پکتیکا کې د قومندان عبدالله شاه کور په نښه کړی دی.

قومندان عبدالله شاه چې په توبه ګار هم مشهور دی، د لوړ وزیرستان شاکتوی اوسېدونکی بلل شوی.

یادې رسنۍ د پاکستاني طالبانو د تحریک له قوله د برید د تایید ترڅنګ ویلي چې د ټي ټي پي د دغه قومندان کور پر کنډواله اوښتی دی.

وړاندې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ادعا کړې چې اسلام اباد د دې شواهد لري د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي د افغان پراکسیانو په وسیله له هند پیسې ترلاسه کوي.

هغه ویلي چې د ټي ټي پي له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې وسله والو په افغانستان کې پناه اخیستې ده، چې د کورنیو له غړو سره یې ټول شمېر ۷۰ زرو ته رسېږي. بی بی سی

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30652






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم