زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/03/16 - 03:17:4
زيارة: 235
مشاركة مع الـأصدقاء

ننګرهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی
 ننګرهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی

انصار: (د کب 26مه)، د جلال باد له ګڼه ګونې په ډک ښار کې ځای ځای داسې کوچني ماشومان هم تر سترګو کېږي چې یا یې شلیدلې جامې پر تن وي او یا لوڅې پښې  د واټونو پر غاړه له لارویانو خیر غواړي.

۱۱کلن محمد عمر چې د جلال اباد ښار مخابراتو او تالاشۍ څلور لارې ترمنځ غځېدلي سړک څنډې ته ناست وو او له خلکو یې خیر غوښت، وايي چې د ګټې وټې یې څوک نشته او  بدې ورځې اړ کړی چې خپلې اووه کسیزې کورنۍ ته د سوال په پیسو ډوډۍ وګټي.

د محمد عمر چاودلي لاسونه، پر شونډو ولاړ  پتري او  پر مخ یې راځوړند تار تار وېښته هم د دوی د کورنۍ د غربت کیسه بیانوي. نوموړی وايي: « پلار مریض و او مړ شوی، کور کې بل څوک نشته چې موږ ته کار وکړي، په خپله خیرات ټولوم. خلک راته لس- شل افغانۍ راکوي او مازدیګر  خپلې کورنۍ ته ورباندې ډوډۍ وړم.»

۱۳کلن نوید هم د بې وزلۍ او بې کسۍ له کبله اړ شوی چې سړکونو ته راووځي او د سوال په پیسو خپله کورنۍ وچلوي. نوموړی وايي چې پلار یې پنځه کاله وړاندې په یوه چاودنه کې وژل شوی او له هماغه راهیسې د تره په کور کې اوسېږي.

نوید زیاتوي چې له اوږدې مودې راهیسې یې تره هم پوډري شوی او دی اړ دی چې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د تره درې کسیزه کورنۍ هم وچلوي.

«پلار مې مړ دی، تره مې پوډري شوی، بل څوک نشته چې کار وکړي، زه خیرات ټولوم.»

اووه کلنه شګوفه بیا د جلال اباد ښار لویدځې څنډې دوسرکې په څلور لارې په خیر ټولولو بوخته ده. کله مې چې له شګوفې د سوال کولو علت وپوښت، ویې ویل چې پلار یې ناروغ دی او دا له خپلې مور سره په سوال پسې راوتې او په سړکونو خیر ټولوي. « پلار مې د ګردو تکلیف لري. ښار کې خيرات ټولوو.»

د شګوفې مور ۲۲کلنه زرغونه هم تاییدوي چې له بدې ورځې سوال کوي. نوموړې وايي سهار وختي له خپلې لور سره ښار ته راوځي او د سوال په پیسو، هم د مېړه درملنه کوي او هم د کورنۍ نفقه برابروي.

«خاوند مې ناروغ دی له مجبوریت نه راځو خيرات ټولوو، وایم راځه چې دواړه لاړې شو  خيرات  به راټول کړو  او  ماشومانو ته به یې یوسو.»

د جلال اباد ښار  ځايي اوسېدونکي هم په ښار کې له شتو بې وزله، په تېره بیا سوالګرو سره خواخوږي څرګندوي، خو ترڅنګ یې وايي چې حکومت باید د دوی غمه وخوري او اسانتیاوې ورته برابرې کړي. د جلال اباد اوسېدونکی سخي جان وايي:«حکومت باید د دوی غم وکړي، دوی سره مرستې وکړي.»

په ورته مهال حکومتي مسوولین وايي چې د سرې میاشتې په همکارۍ یې په جلال اباد ښار کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ جاري ساتلې ده. د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وايي، نږدې ۴۱۵تنه سوالګر ماشومان د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي، خو په خبره یې د دغو ماشومانو له ډلې ۲۸۰تنه یې حرفوي یا کسبګر سوالګر وو.

حقاني زیاتوي چې حرفوي سوالګر د سرې میاشتې ټولنې او پاتې نور یې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوندو حرفوي زده کړو مرکزونو ته معرفي شوي دي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان سرې میاشتې ټولنه د سوالګرو ماشومانو له کورنیو سره د مرستو ډاډ ورکوي. د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزي وایی، کوم ماشومان چې د خپلې کورنۍ د نفقې مسوولیت لري، د زده کړو او تعلیمي زمینو د برابرولو ترڅنګ یې له کورنیو سره مرستې هم کېږي چې عمري له سوال کولو خلاص شي.

«داسې کورنۍ شته چې سرپرست یې ماشومان وي، داسې کورنۍ په ننګرهار کې راټولې شوي او ټولنيزو چارو وزارت ته سپارل شوي. دغو کورنیو ته افغاني سره میاشت، هره میاشت  نغدې مرستې کوي او دوی ته د حرفوي زده کړو زمینه برابروي تر څو په خپلو پښو ودريږي.»

عرفان الله شرفزوی زیاتوي چې تېر کال د هر فرد پر سر ۲زره افغانۍ ورکول کېږي، خو سږکال به بودجې ته په کتو، دوی سوالګرو سره د مرستې په پار اقدام وکړي.

« تېر کال هرې کورنۍ ته د کس په سر۲زر ه افغانۍ ورکول کېدې . یعنې که په یو کور کې لس کسه وای؛ نو ۲۰ زره افغانۍ به یې ورکولې، خو سږ کال بودجې ته په کتو یوه اندازه کموالی راغلی دی.»

د نظر خاوندان بیا وايي که چې په هېواد بې روزګاري او غربت مهار او د سوالګرو کورنیو غړو ته کاري فرصتونه برابر شي، دغه پدیده دایمي ډول کنټرولېدلی شي.  منبع کلید

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30614






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی