زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-06-10  |  2024-12-12  |  تازه شوی په: 2024/12/12 - 04:29:0 FA | AR | PS | EN
د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي             د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو             د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه             د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟             د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه             د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم             د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي             راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري             د سوريې ولسمشر بشارالاسد نن له دمشق وتلی او نامعلوم ځای ته تللی             سوريه کې د ياغيانو د مخکې تګ چټکې هڅې             ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو             له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو             د شاوخوا ۳۰ ډلو له لوري د طالبانو پر ضد یو نوی ايتلاف جوړ شو             اسراییل د غزې په جګړه کې نسل وژنې کړی             د سوریې پوځ اعلان وکړ چې له حماه ښار څخه یې شاتګ کړی            

تاريخ النشر: 2024/03/15 - 05:31:0
زيارة: 218
مشاركة مع الـأصدقاء

کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو
 کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو

انصار: (دکب 25مه)، کابل ښاروالي مسوولین وايي، پر ښار بشپړ کنټرول لري او هیچاته  د احتکار اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، د احتکار مخنیوي لپاره یې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی، چې په کې سوداګر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ خونې مسوولین ګډون لري.

د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، یاد کمېسون په بازار کې د عرضه او تقاضا د معلومولو ترڅنګ د احتکار مخنیوی کوي.

« په هیڅ عنوان چا ته د احتکار اجازه نه ورکوو؛ ځکه موږ ته عرضه او تقاضا معلومېږي، په دې هکله له موږ سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ خونې همکاري کوي، اوس د احتکار مخنیوي لپاره یو منظم او شفاف سیسټم جوړ شوی.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د روژې میاشتې په راتګ سره په بازارونو کې د هټۍوالو او سوداګرو له احتکار شکایت کوي.

کابل ښاروالي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لاهم کابل ښاریان په ښار کې له احتکار شکایت کوي.

دوی وايي، یو شمېر هټۍ وال او سوداګر لاهم احتکار کوي، چې دوی ته یې ګڼې اقتصادي ستونزې را ولاړې کړې دي.

د کابل اوسېدونکی احمد وايي:«ځیني خلک وايي چې لارې بندې دي، یا وايي چې  مالیات لوړ شوي، خو داسې کومه خبره نشته، دا ټول د روژې میاشتې په راتګ سره کېږي.»

بل لور ته د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، دوی په وار وار له ټولو سوداګرو غوښتي چې د روژې میاشتې په خاطر د توکو بیې راټیټې کړي.

د یادې خونې ویاند جان آغا نوید کلید ته ویلی، لاهم په ښار کې د احتکار کوم راپور نه لري؛ خو که څوک احتکار وکړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي هم احتکار د ولس او حکومت په زیان بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30599






*
*

*



قرأ

د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی


په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو


د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي


د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


د طالبانو حکومت د چین په کنفرانس کې د کرنې ودې لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه


طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي


د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه


خوست کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول


متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو


طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي


د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې


قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي


په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان