انصار: (دکب 20مه)، په پام کې ده چې د روان کال اپریل میاشتې په پای کې به د کاسا زر پروژې عملي چارې پیل شي
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د یاده پروژه د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه.
د مجاهد په خبره، د دغې پروژې مالي ملاتړ د نړیوال بانک په غاړه دی.
ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې یاد خبر ورکوي، چې تېره میاشت نړیوال بانک د افغانستان لپاره د یوې نوې طرحې خبر ورکړی و.
یاد بانک ویلي وو، چې افغانستان سره یې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې طرحه چمتو کړې او د اجرایوي بورډ له تائید وروسته به د دوی په ملاتړ د کاسا زر پروژې چارې هم پیل کړي.
د یاونې ده چې کاسا زر له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د انتقال یوه مهمه پروژه بلل کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30520