انصار: ( دکب 15مه) ، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له مرستیال امیر سره د لیدنې ترڅنګ هلته په نړيوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ.
د دفاع وزارت د ویاند عنایت الله خوارزمي پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې همداراز د قطر د دفاع وزیر، رییس ارکان او د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم برخه درلوده.
سرچینې زیاته کړې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې مولوي یعقوب دغه راز هلته د وسلو نړيوال نندارتون (ډيمډکس) ليدنه کړې ده.
په ياد نندراتون کې د مختلفو نړیوالو شرکتونو له لوري ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسايل او وسايط نندارې ته اېښودل شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30446
قرأ