انصار: ( دکب 8 مه)؛ د بلوچستان په چمن ښار کې د سوداګرو ټولنې ویلي چې په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره یې پنځه میاشتنې پرلت پای ته رسولی او ورسره د چمن او سپین بولدک سوداګري بېرته پیل شوې ده.
د چمن اوسېدونکو او سوداګرو پنځه میاشتې مخکې دغه اعتراضیه پرلت وروسته له هغه وکړ چې د پاکستان حکومت له سپین بولدک سره د تګ راتګ لپاره له موټر چلوونکو د پاسپورټ او وېزې غوښتنه کوله.
د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د ګمرک چاﺭواکو ویلی چې د پرلتوالو لخوا د لارې له خلاصېدو سره سم د سوداګریزو توکو د ګمرک کولو چاﺭې پیل شوې.
خو د بلوچستان حکومت وياند جان اچکزي په کوېټه کې د یوې خبري غونډې پر مهال یو ځل بیا وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره به تګ راتګ یواځې پر پاسپورټ او ویزه کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30333