انصار: (د کب ۴ مه)، په دوحې غونډه کې د طالبانو د رژیم له نه ګډون وروسته، د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نړیوالو او د طالبانو مخالفو افغانانو ته په خطاب کې ویلي، چې دوی سره دې د « اسلامي شریعت» په اساس تعامل وکړي.
هغه د خوست د یوې مدرسې په فراغت غونډه کې د خبرو پر وخت په دوحې غونده کې د دوی له نه ګډون څخه دفاع هم کړې او ویلي، چې ملګرو ملتونو دې غونډې ته په نا مناسبه توګه دوی بلل.
هغه په تونده لهجه وویل: داسې ښکاري چې د دوی ماغزه لا ځای ته نه دي راغلي.
حقاني نړیوالو ته په اشارې وویل، چې د دوی له واکمنیدو مخکې یې د میلیاردونو ډالرو له لګولو سره د افغانستان یو کلی هم امن نه کړای شو او نه یې پکې کوکنار له منځه یوړل؛ هغه څه چې د ده په وینا د دوی واکمنۍ شوني کړل.
د طالبانو منتقدان بیا وایي، چې مخکې د نا امنۍ دلیل طالبان وو او اوس یې له واک ته رسېدو سره نا امني له منځه تللې.
دغه طالب مقام په خپلو خبرو کې نه دي روښانه کړي، چې دوی سره د «اسلامي شریعت» په اساس له تعامل کولو څخه یې موخه څه ده؟
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30257