زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/02/19 - 07:00:4
زيارة: 221
مشاركة مع الـأصدقاء

ملګري ملتونه دې زموږ د رژیم د رسمیت موندلو لپاره جدي اقدامات وکړي
 ملګري ملتونه دې زموږ د رژیم د رسمیت موندلو لپاره جدي اقدامات وکړي

انصار: (د سلواغی ۳۰ مه)  د نړیوالو لخوا د خپل رژیم د رسمیت پېژندلو په تړاو د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیالې کاني وګناراجا او مل پلاوي غوښتي چې د دوی د رژیم د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې مېرمن کاني وګناراجا افغانستان ته د خپل سفر او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل او ويې ویل چې په افغانستان کې موجود امنیت او د طالبانو همکاري د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالو سازمانونو او نړیوالو خصوصي مؤسسو ته دا زمینه برابره کړې، ترڅو له افغانانو سره په غوره ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، دغه سازمان تیار دی، چې د چاپېریال ساتنې، بشري چارو، کارموندنې زېربنایي چارو او د بې وزلۍ کمولو په برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي مېرمن کاني وګناراجا او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه او برنامې په ځانګړي ډول د بې وزلۍ کمولو، څښاک اوبو برابرولو، زېربنایي او پراختیایي چارې وستایلې.

نوموړي وویل، د دوی رژیم توانېدلی د اداري فساد او د نشه یي توکو د کر، استعمال او قاچاق په لمنځه وړولو، د پایداره سولې او امنیت په ټینګښت، بې وزلو سره د مرستې، د روږدو کسانو په راټولولو او درملنې او د یو میلیون بېرته راستنو شویو کډوالو د مدیریت لپاره بریالی عمل وکړي.

هغه زیاته کړه، له ملګرو ملتونو سازمان څخه د دوی د رژیم انتظار دا دی، چې پورته اقداماتو ته په پام، د دوی حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د چاپېریال ساتنې موضوع ته په اشارې وویل سره له دې چې افغانستان د ګلخانه یي ګازونو په تولید او اقلیمي تغییراتو کې ډېر کم اغېز لري، خو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي تغییراتو له امله شدید زیانمن شوی دی او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل د اقلیمي تغییراتو له پایلو سره د مبارزې لپاره چې وروستۍ وچکالۍ یې یوه پایله ده، له افغانستان سره جدي همکاري وکړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30200






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم